ښاغلی الحاج سید محمد داود سادات ناصری

د الحاج سید محمد داود سادات ناصری ژوند لیک

 ښاغلی الحاج سید محمد داود سادات ناصری
د ډایکندی خلکو برحال منتخب استازي په ولسی جرګه کښی
 د ډایکندی خلکو پخوانی استازي(دشپاړلسمي دوري دولسی جرګه غړی)
د ډایکندی ولایت پخوانی انتخابی سناتور(دپنځه لسمي دوري د مشرانوجرګه غړی)

الحاج سید محمد داود ناصری د شهید سید ایوب شاه  زوی، د سید نصرالدین موسوی لمسی، ، د دایکندی ولایت د کجران ولسوالۍ د کندو به کلي کې د ۱۳۴۸ لمریز کال په یوه دینداره، متدینه او جهادي کورنۍ کې زیږدلی دی.
لومړني زده کړې یې د خپل کلي په ابتدایي ښوونځي کې ترسره کړې. د ابتدایي دورې د زده کړو تر څنګ یې دیني زده کړې هم کړي دي، بیا وروسته د وکالت په دوران کې د باختر پوهنتون له حقوقو پوهنځي څخه فراعت شو.
له ۱۳۵۷ کال وروسته جې کله د شوري پر ضد د افغانانو سپیڅلی چهاد پیل شو، نو ناصری هم لکه د نورو میلیونونو افغانانو په څېر په سپېڅلي جهاد کې د خپل پلار سره په ګډه ونډه واخیسته، چې په همدې سپیڅلې او مبارکه لار کې پلار یې  د ۱۳۶۲ لمریز کال په یوه ورڅ د شهادت جام پورته کړ او د خدای (ج) د رضا لپاره یې خپل ځانونه قربان کړل.
د دوی له شهادت څخه وروسته قوم د مشرتوب لونګۍ د ناصری صاحب پر سر کېښوده. د جهاد او د قوم د سنبالښت چارې د ده پر غاړه شوې . کله چې روسان له افغانستان څخه ووتل په هماغه ورځ یې له جنګ څخه لاس واخیست او په خپل کلي کې په زمېندارۍ بوخت و او ترڅنګ به یې د خپلو خلکو او هېواد خدمت کاوه.بیا کله چې طالبان راغلل، نو له هغوی سره یې د ملی ګټو پر سر ستونزه راغله.
په ۱۳۸۴ لمریز کال کې له دایکندی ولایت څخه انتخابی سناتور مشرانو جرګې ته نوماند شوؤ چې د خلکو په لوړ ملاتړ سرد په لورو رایو باندې مشرانو جرګې ته بریالی شو.
په ۱۳۸۹ لمریز کال کې له دایکندی ولایت څخه ولسي جرګې ته نوماند شوؤ چې د خلکو په لوړ ملاتړ سرد په لورو رایو باندې ولسي جرګې ته بریالی شو.
په ۱۳۹۷ لمریز کال کې له دایکندی ولایت څخه ولسي جرګې ته نوماند شوؤ چې د خلکو په لوړ ملاتړ سرد په لورو رایو باندې ولسي جرګې ته بریالی شو.
کله چې پارلمان ته لاړ، ښاغلي ناصری غوښتل، چی داسی یو کمیسیون ته ورشی، چی مستقیم له خلکو سره په تماس کې وي او خلکو ته ښه خدمت وکړي. نو د پارلمان په اتلس ګوڼو کمیسیونونو کې یې د شکایاتو د اورېدلو کمیسیون انتخاب کړ.
هلته د شکایتو د اورېدلو کمیسیون غړی شو،. په دې پنځه کالو کې یې د هېوادوالو په زرګونه دوسیې تعقیب کړي او حق یې حقدار ته رسولی دی.
د ښاغلي ناصری یوازینی هدف خپلو دردېدلو او ځورېدلو هېوادوالو ته خدمت کول دي. نه د پیسو د راټولو په غم کې دی او نه هم د کورونو او موټرونو په غم کې دی. په ټول کابل کې یوه لویشت ځمکه هم نه لري. هفه څه چې ناصری صاحب ته ډېر اړین دي، هفه د خپل هیواد او خلکو لپاره خدمت دی.
د ځینو وکیلانو په څېر یې د خارج چکرونه نه دي وهلي او هر وخت به چې د پارلمان رخصتي راورسېده ناصری به دایکندی او نورو ولایتونو ته ولاړ او له خلکو سره به یې له نږدې څخه لېدل کتل کول او د دوی د ستونزو په حل کولو کې به يې ورسره مرسته کوله.
نه شرکت لری او نه يې له کوم وزیر څخه پروژه اخیستې ده. تل یې چې له چا سره شخړه راغلې ده، هغه د افغانستان په ملی ګټو ده. اسلام،  افغان، د  افغانستان ملی ګټې د ناصری لپاره کرښې دي. هر هغه څوک چې دغه کرښې لمس کوي بیا يې ناصری په کیسه کې نه دی چې جنګ سالار وي، زورواکی وي. یا د ایران، پاکستان، امریکې او روسیې اجنټ وي د ناصری له غاښ ماتوونکی ځواب سره مخ شوی دی. ناصری شمله ور او خوله وار سیاستوال دی، چی هر کله يې د هېواد په ملي ګټو ننګ کړی دی او د لښکر په لومړی قطار کې ولاړ دی. ناصری صاحب د جنګسالارانو او لنډغرو پر ضد په ولسي جرګه کې د خپل ولس غږ پورته کړی او زورواکانو ته يې غاښ ماتوونکي ځواب ورکړي دي. له هر څه نه مخکې ناصری صاحب سره د خپل ولس غم ورسره و او تل به د خپل ولس په خاطر له نورو سره په جنګ و.
 ښاغلی الحاج سید محمد داود ناصری د هېواد علمي او سیاسي کدر دی او د ګران افغانستان راتلونکي لپاره سترې هیلې لری.  

     ومن التوفیق
______________________________________________________________________________

Written by :
 Office of Hon’ble Haji Sayed Mohammad Dawood Nasiri
Member of the Lower House of Afghanistan
Phone no +93744444446

Comments

Popular posts from this blog

محترم حاجی سید محمد داود سادات" ناصری"

محترم حاجی سید محمد داود سادات" ناصری"

Sayed Qudrat Hashimy